امنیت

يوولس تنه دتروريستي فعاليتونو په تور ونيول شول

کابل  باختردلړم دمياشتې ١٣ :
دکورنيو چارو وزارت  خبرځايونه وايي يوولسو تنو  چې په ځينو ولايتونو کې يې دورانکارو تروريستي بريدونو هوډ درلود دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ .
نيول شويو کسانو چې دکابل _ ننګرهار ،  جوزجان،  قندهار ، لوګر ، پکتيا اودهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې په څو تروريستي اوورانکارو فعاليتونو کې لاس لاره دامنيتي ځواکونو په ګډو  عملياتو کې ونيول شول.
په دغو عملياتو کې يو تن وسله وال مخالف هم وژل شوى دى  اودسپکواودرندو وسلويوه اندازه مهمات هم په عملياتو کې دشاملوځواکونو لاسته ورغلي دي .
ديوبل خبرله مخې :  دخوست ولايت دپوليسو ځواکونو دوسايطو ضد يو ماين چې دتروريستانو دتروريستي او ورانکارو فعاليتونو دترسره کولو په خاطر دخوست ولايت داسماعيل خيلو ولسوالۍ دمربوطاتو په يو عمومي سړک کې ښخ کړى و ترلاسه اوشنډکړ.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته