فرهنګ

دخبريال ملي ورځ په کندز کې ونمانځل شوه .

کابل باختر د کب اته ويشتمه :
دخبريال ملي ورځ  پرون  په کندز ولايت کې  ونمانځل شوه .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ، ددغې ورځې  ددرناوي په غونډه کې  دکندز والي عبدالجبار نعيمي دخبريال دملي ورځې په مناسبت  خبريالانو ته مبارکي وويله او زياته يې کړه  چې خبريالان  دټولنې د سترګې اوغوږونه دي .
دهغوى له شتون پرته  دټولنې پرمختګ او ترقي  ناشونې دى . او دکندز ولايت مشرتابه دخبريالانو او درسانه يي ټولنې دملاتړ کوونکي په توګه  دهغوى ملاتړ کوي .
دپامير دشلمې فرقې قوماندان  ډګر جنرال حيات الله اقتاش او غلام رباني دولايتي شورا په استازيتوب دکب دمياشتې داووه ويشتمې نيټې  له امله  خبريالانو ته مبارکي وويله . او خبريالان يې  دازادي او داطلاع رسونې دسنګر اتلان وبلل . چې دهېواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ  په  خطرناکو شرايطو کې  اطلاع رسونه کوي .
دهېواد  دفرهنګ او درسانه يي اړيکو دبنسټ مسوول  ذبيح الله مجيدي وويل نن دخوشحالي ځاى دى چې دولت  دکب دمياشتې اووه ويشتمه نيټه  دخبريال دملي ورځې په نامه په کاليزه کې ليکلى دى . او دغه ستر برياليتوب له امله  ټولو خبريالانو او رسانه يي ټولنې ته  مبارکي وويله .
په دې غونډه کې يوشمير خبريالانو دخبريالانو دکار په وړاندې دستونزو او چلنجونو په باب خبرې وکړې  ناامني مالي کمزورتيا او دکاري فضا نشتوالي يې  خبريالانو ته دخبريالي او درسانه يي ټولڼې دکار په وړاندې  له  مهمو چلنجونو څخه  وبلل او له سيمه ئيز حکومت او د رسانه يي  همکارو بنسټونو څخه يې  ددغه چلنچونو او ستونزو دحل کولو غوښتنه وکړه .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته