ورزش

دافغانستان دکرکټ دنولس کلنو ځوانانو ملي ټيم دبنګله ديش له ټيم سره لوبه کوي.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٤
دهيواد دکرکټ دنولس کلنو ځوانانو ملي ټيم د آسيا دجام په سياليو کې سبا دبنګله ديش دکرکټ دنولس کلنو ځوانانو له ملي ټيم سره لوبه کوي.
دکرکټ بورد وياند فريد هوتک نن باختر آژانس ته وويل: دهيواد دنولس کلنو ځوانانو دکرکټ ملي ټيم په هند کې له يو لړ دوستانه تمرينونو او سياليو وروسته پرون سريلانکا ته ورسيد او ټاکل شوې ده په لومړي پړاو کې دبنګله ديش له ټيم سره لوبه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته