ټولنه

موسسې دې د درېدلو پروژو چارې ژر پیل کړي

کابل / د وږي ۲۱ مه / باختر
د قندهار والي محمد یوسف وفا د ولایتي پرمختیايي کمېټې په غونډه کې د موسسو له مسوولینو غوښتنه وکړه چې د درېدلو پروژ چارې ژر پيل کړي.
والي وویل چې ولس ډېر ځورېدلی او د دوی د هوساينې لپاره باید ټولې موسسې له همکارو ادارو سره په ګډه همغږۍ ورته مرستې ورسوي.
هغه د موسسو، تمویل کوونکو ادارو او اړوندو دولتي ادارو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې خپلو کارونو ته دوام ورکړي، د درېدلو پروژو چارې پیل کړي او وړ ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
په ورته وخت کې د غیر دولتي موسسو استازو وویل چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او ګډ کور ته کار کول د ټولو مسوولیت دی. دوی ډاډ ورکړ چې د درېدلو پروژو چارې په ډېر ژر پیل شي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته