ټولنه

د لغمان والي: نوربه بادپښ ولسوالۍ ته هراړخیزه پاملرنه کیږي

-کابل- باختر- د سلواغې د میاشتې ۷
د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د دې ولایت بېلا بېلو ولسوالیو ته د سفرونو په لړ کې پرون د بادپښ ولسوالۍ د هر اړخیز وضعیت د څېړلو او ارزولو په موخه د دغې ولسوالۍ د ملکي او نظامي ادارو د مسولینو او د یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره په داسې حال کې وکتل چې د بادپښ ولسوال حاجي الف شاه، د لومړۍ پلې لوا قوماندان برید جنرال نور الله قادري او د ادارې یو شمېر نورو چارواکو یې ملتیا کوله.
نعیمي په دغه کاري سفر کې لومړی د ملکي ادارې د مسولینو او بیا د نظامي چارواکو او ورپسې د دغې ولسوالۍ د یو شمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو او مخورو سره جلا جلا ناستې درلودې چې د دغو ادارو د رهبرۍ او مشرانو له لوري ورته په بېلا بېلو برخو کې د ولسوالۍ او ولسونو لومړیتوبونه او ضرورتونه انتقال شول او د امنیتي ځواکونو له لوري ډاډ ورکړ شو چې د دښمن د هر ډول ناوړو موخو او دسیسو په شنډولوکې به له هیڅ راز سرښندنې ډډه و نه کړي.
قومي مشرانو په دې کتنه کې د لغمان والي ته په دغه ولسوالۍ کې د یو ښارګوټي، د یوه سوداګریز مارکیټ، په اندروړ او ګړوچ کې د دوو کلینیکونو، په ولسوالۍ کې د یو جامع جومات او د یو شمېر ښوونځیو لپاره د ودانيو او احاطو د جوړولو تر څنګ د شهیدانو په سیمه کې د کابل پر سیند د یو پل او له یادې سیمې ولسوالۍ ته د غځیدلي سړک د جوړولو، د برېښنا شبکې د کار د چټکتیا، د کرنې او مالدارۍ او د انکشاف دهات د پروژو د تطبیق په برخه کې بېلا بېل وړاندیزونه وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د دغو کارونو په تر سره کېدا سره به د ولسوالۍ په امنیتي او انکشافي وضعیت او د بې کارۍ د کچې په راټیټولو کې لوی مثبت بدلون رامنځته شي.
لغمان والي د قومي مخورو د وړاندیزونو  تر اورېدو وروسته هغوی ته ډاډ ورکړ چې په یو شمېر وړاندیزونو به یې په نېږدې راتلونکي کې عملا کار پیل کړي او د یو شمېر نورو لپاره به یې یو با صلاحیته هئیت وټاکي چې په دقیقه توګه په دې ولسوالۍ کې د ځینو اوږد مهاله پروژو هر اړخیزه څېړنه وکړي  تر څو په راتلونکي کې ور باندې ولایتي اداره کار وکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته