(PS)خبرونه(PS)ټولنه

په کاپیسا کې د څه باندې ۹ میلیونو افغانیو په لګښت د څلورو پروژو کار پیل شو

کابل، د وږي ۱۳مه، باختر

د تولګټو وزارت له لوري په کاپیسا ولایت کې د څلورو ساتنې او څارنې پروژو کار د څه باندې ۹.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د يو شمېر سیمه ییزو مسوولینو په شتون کې پیل شو.

ټولګټو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغو پروژو کار د ټولګټو وزارت لخوا د څلورو ودانیزو او سړک جوړونې شرکتونو سره ۹ میلیونه، ۴۶۷ زره او ۷۸۳ افغانیو په لګښت قرارداد شوی، چې لګښت یې د دغه وزارت لخوا ورکول کېږي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د دغه ولایت له ګلدان سیمې څخه پیل تر ګلبهار پل پورې، د ۱۶ کیلو متره سړک د فرش، استنادي دېوال او د تګاب ولسوالۍ د لوړ تناژ تلې د سړک رغول، له ګلدان چوک څخه تر احمد بیک تپې پورې د ۶ پایو پلګوټو او استنادي دېوال بیا رغول، له تپه احمد بیک تر شینکی دوه لارې پورې د ۴پایو پلګوټو بیا رغول او دغه راز د ولایت مقام څخه تر پل صیاد، له ماچي تر ده بابا علي او له ګلدان سیمې څخه تر شنکي دولارې او تګاب ولسوالۍ پورې د سړک د غالۍ، بیا رغول شامل دي.

د یادونې وړده چې د دغو پروژو د کار له بشپړېدو سره به د خلکو ترانسپورټي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او خلک به په آسانۍ سره تګ راتګ وکړي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا