
کابل، د زمری ۱۱ مه باختر
د (دبلیو. اف. پي) موسسې پرون په کاپیسا کې په څه د پاسه شپږ زرو کرونیو خوراکي توکي ووېشل.
د کاپیسا د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست یومسوول باخترآژانس ته وویل، (دبلیو. اف. پي) موسسې د کاپیسا د کلیو بیا رغونې او پراخیتا ریاست په همکارۍ د کاپیسا ولایت په مرکزمحمود راقي ښار او د کوهستان د لومړۍ برخې او د کوهستان د دویمې برخې او د کوهبندونو په ولسوالیو کې په څه د پاسه ۶ زرو بېوزلو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.
هغه وویل ، په دغو مرستوکې اوړه، دالنخود، غوړي، د میندو د پیاوړتیا توکي او ماشومانو لپاره مقوي توکي شته.
هغه وویل، دغه موسسه په پام کې لري په کاپیسا ولایت کې پر ۱۵ زرو کورنیو له سروې وروسته خوراکي توکي ووېشي.
ع