نړۍ

په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ دوديزو ويروس مصر ته خپور شو ى دى.

کابل –باختر دسلواغې دريمه :
د روغتيا نړيوالې سازمان او د ماشومانو نړيوال صندوق يونيسف د يوې ګډې خبرتيا په ترڅ کې اعلام کړى دى چې د ماشومانو د ګوزڼ ويروس چې په پاکستان کې شته، په مصرکې موندل شوى دى.
په دې خبرتيا کې ويل شوى دى چې په قاهره کې د چټلو اوبو له شبکو څخه په دوو نمونوکې د ماشومانو د ګوزڼ ويروس چې په دې وروستيو وختو کې دپاکستان په جنوب سوکور په ښارکې موندل شوى و ، موندل شوى دى.
مصرله ٢٠٠٤ کال څخه د ماشومانو دګوزڼ له ويروس څخه پاک شوې ده او ددغه هيواد مقاماتو په ککړتيا د مشکوک سيمو له پنځه کلن څخه ښکته د ټولو ماشومانو د واکسين لارښونه صادره کړې ده.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته