امنیت

طالبانو ته دسر دروند زيان واوښت .

کابل باختر د چنګاښ  اته ويشتمه :
دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دفارياب ولايت دقيصار  ولسوالۍ لپاره  نومول شوى  ولسوال له څو تنو افرادو سره يې ووژل شو .
  دفارياب ولايت دقيصار ولسوالۍ امنيه قوماندان نظام د باختراژانس  خبريال ته خبرورکړ: دفارياب  ولايت په قيصار کې  دافغان ځواکونو په  پوځي عملياتو کې دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دقيصار ولسوالۍ  لپاره دنومول شوي  ولسوال  په ګډون څو تنه وسله وال طالبان وژل  شوي او هغوى ته دسردروند زيان اوښتى دى .
يوه اړونده خبرځاى وويل :ددغو عملياتو له امله دوسله والو طالبانو له  شتون څخه ددغې ولسوالۍ څوکلي  پاک شوي او دهغوى يوه اندازه جنګي سامان الات دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي
ويل کيږي پوځي عمليات دوسله والو طالبانو له شتون څخه دقيصار ولسوالۍ تربشپړ پاکولو پورې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته