ټولنه

په غور ولايت کې يوه شپانه خپل يو لاس او پښه له لاسه ورکړه .

کابل باختر دتلې دريمه :
په غورولايت کې يوه شپانه دماين دچاودنې له امله خپل يولاس او پښه له لاسه ورکړه .
دغه شپون  دفيروز کوه  ښار  په غلمين ساحه کې  په ښخ کړى شوي ماين وخوت اويولاس  او يوه پښه يې غوڅه  شوه .
دغور ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند  محمد اقبال نظامي باختراژانس ته وويل چې دغه ماين دوسله والو طالبانو له خوا ځاى پرځاى شوى  و او ټپي شپون  دغور په ولايتې روغتون کې تر درملنې لاندې دى .
ديو بل خبرله مخې، په غور ولايت کې ديوه باروړونکي موټر دچپه  کيدو له امله يوتن ووژل شو .
  دغه موټر دساغرولسوالۍ  او دفيروز کوه ښار  په واټ  کې  له خپل تګلوري څخه واوښت او چپه شو او يوه سپرلۍ يې ووژل شوه .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې يوملکي وګړى پرون دغور ولايت په ساغر ولسوالۍ کې دناپيژاندو کسانو له خوا ووژل شو.
دغور ولايت  دامنيې قوماندانۍ وياند محمد اقبال نظامي دباختراژانس  خبريال ته وويل قاتل دپيښې له ځاى څخه تښتيدلى او پوليسو دهغه دنيولو لپاره هلې ځلې  پيل کړي دي .  دنظامي دڅرګندونوله مخې، تراوسه پورې ددغې وژنې علت معلوم نه دى .   ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته