اقتصاد

په ننګرهار کې د جلغوزيو حاصلاتو کچه لوړه شوې ده

کابل / د تلې١٥مه / باختر:
په ننګرهار کې د جلغوزيو حاصلات د تېرکال په پرتله زيات شوي دي.
د شمېرو له مخې ، سږکال شاوخوا ٧٩٠ ټنه جلغوزۍ د ننګرهار له ځنګلونو څخه ترلاسه شوي، پداسې حال کې چې تېر کال دا شمېره ٦٢٧ ټنه و.
د ننګرهار د کرنې رياست يوه چارواکي د باخترآژانس خبريال ته وويل؛ چې د کرنيزو وسايلو ويشل او د بزګرانو روزنه په عصري کښت او د کرنيزو ميتودونو او د کښت ساحې پراخول په ننګرهار کې د حاصلاتو د زياتوالي له لاملونو څخه دي.
هغه وويل چې بزګرانو سره په دقيق پلان او نږدې همکارۍ سره هڅه کوي په ننګرهار کې د جلغوزیو حاصلات زيات کړي.
د ننګرهار جلغوزي ښه خوند او کیفیت لري او د افغانستان او نړۍ په بازارونو کې زيات پیرودونکي لري.
حصارک، شیرزاد ، خوږياڼی، پچیراګام، برکونړ، کوټ، اچین او سپین غر د ننګرهار هغه ولسوالۍ دي چې دجلغوزيو ځنګلونه پکې دي.
اوس مهال يوه کیلو جلغوزي د افغانستان په بازارونو کې تر يو زرو شپږسوه افغانیو پلورل کېږي.
سږکال، د افغانستان صادرات د ننګونې له امله زياتره کورني محصولات ونشو کړاى سیمه يیزو او نړیوالو بازارونو ته ولېږدول شي او د هېواد دننه پلورل کېږي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته