نړۍ

دملګرو ملتو سازمان : څه دپاسه لس مليونه تنه وګړې په يمن کې وږي دي .

صعنا اسوشتدپرس باختر د وږي دمياشتې ٢٤
دملګرو ملتو دسازمان يوه جګپوړي مامور له نړيوالې ټولنې په تيره بيا دفارس خليج له هيوادونو څخه وغوښتل چې له يمن سره خپلې مرستې زياتې کړي او وايي چې  په دغه هيواد کې څه دپاسه لس مليونه تنه  وږي دي .
داسو شتيد پرس دخبري آژانس دخبرله مخې  :   دملګرو ملتو دسازمان دبشري چارو مسوول  والري آموس ديمن په پايتخت صنعا کې په يو خبري کنفرانس کې وويل  چې په يمن کې له مثبتو سياسي بدلونونو سره سره بشري حالت دپخوا په شان خراب دى .
ده وويل خلک خوړو ، اوبو ،  زده کړې او دارو  درمل ته اړيتا لري .  خو دغه راز غواړي په دې پوه شي چې آيا د دوي د راتلوونکي لپاره هم پانګه ونه کيږي او که څنګه ؟ 
دملګرو ملتو سازمان اټکل کوي چې په يمن کې څه  دپاسه لس مليونه تنه چې ددغه هيواد نږدې نيمايي وګړي کيږي ، وږي دي او يا کافي خواړه  نه شي ترلاسه کولاى.
ديمن  په پايتخت کې په خبري کنفرانس کې د نړۍ دخوړو   د سازمان اجراييوي مدير هم خبرې وکړې او څرګنده يې کړه چې  دغه سازمان  نږدې پنځو مليونو تنو يمنيانو ته خواړه برابروي خو زياتو مرستو ته اړتيا ده .
دملګروملتو دسازمان دغو دوو تنو مامورينو  يمن ته دڅلور ورځني سفر په بهير کې ددغه هيواد له جمهور رييس او مرستندويانو سره وکتل او له هغوي سره يې دهغو چلنجونو په باب خبرې وکړې چې ددغه هيواد په  وړاندې شته.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته