سیاست

په کابل کې دهالند له سفيرسره داجراييه رييس دپيژندګلوۍ کتنه .

کابل باختر د وږي  اته ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نن سهار په سپيدار ماڼۍ کې  دخپل کار په دفتر کې دافغانستان لپاره  دهالند  له نوي سفير  جفري فان لئون سره  دپيژندګلوۍ کتنه وکړه .
داجراييه  رياست دوياند دفتر باختراژانس ته  خبرورکړ،  په دې کتنه کې دهېواد اجراييه رييس په افغانستان کې دهالند دسفير په توګه دښاغلي لئون دټاکل کيدو له امله مبارکي وويله او ددندو په ترسره کولو او ددواړو هېوادونو ترمنځ داړيکو په ښه والي کې يې دده دبرياليتوب هيله وکړه .
ډاکتر عبدالله هالند دافغانستان دوست  هېواد وباله  او دافغانستان له حکومت اوخلکو سره ددغه هېواد دهميشنيو همکاريو په تيره بيا په وروستيو پنځلسوکلونو کې ددغه هېواد دمرستو له امله قدرداني وکړه .
اجراييه رييس دغه راز ددواړو هېوادونو ترمنځ داړيکو دلازيات ټينګښت   او له ګډو ګواښونو سره دمبارزې او دوروستيو کلونو دبرياليتوبونو دساتنې لپاره دهالند داغيزمن شتون  غوښتنه وکړه .
لئون دنوې دندې دپيلولو له امله دخوښۍ  په څرګندولو سره او په افغانستان کې دکار دسابقې  په پام کې نيولو سره هيله وکړه چې وکولى شي دخپل ماموريت په بهير کې  ددواړو هېوادونو ترمنځ داړيکو په ټينګښت او پراختيا کې اغيزمن رول ولوبوي .
په دې غونډه کې دغه راز دبروکسل  کنفرانس لپاره دتياري او دوروستيو سياسي او امنيتي بدلونونو په باب هم خبرې وشوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته