ټولنه

په پنجشير کې دمارشال محمد قسيم فهيم دمړينې دتلين درناوى .

کابل باختر دکب دوه ويشتمه :
په پنجشير ولايت کې نن دمارشال محمد قسيم فهيم،  شهيد مولانا عبدالرحمن سيد خيل او دشهيد جنرال محمد پناه دمړينې دتلين درناوى وشو .
دباختراژانس دخبرله مخې ، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د کورنيو چارو دپخواني وزير تاج محمد جاهد ، ملکي او نظامي مسوولينو ، قومي مشرانو ، عالمانو ، جهادي قوماندانانو او دمدني بنسټونو د استازو په ګډون دپنجشير  ولايت په مرکز بازارک کې جوړه شوې وه وينا والو دفقيد مارشال دشخصيت په باب خبرې وکړې او هغه يې دازادى الګو او دسولې څرګندوى وباله
په دې غونډه کې دپنجشير والي انجنير کمال الدين  نظامي وويل چې مارشال  فهيم زړور  شخصيت ، دتاريخي ميړنى ، ستر ليکوال دتورې ميړنى او دسياست په ډګر کې  عالي شخصيت و چې په عزت سره يې ژوند وکړ او په ميړانې سره يې مبارزه وکړه .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته