سیاست

د سولې په چارو کې د دولت وزیر په افغاستان کې د روسیې له سفیر سره وکتل

کابل/دسلواغې۳مه/باختر
د جمهور ريیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحيمي په کابل کې د روسیې له سفیر الکساندر مانتیسکي سره د افغانستان د سولې بهیر د ملاتړې نړیوالې ډلې د جوړېدو په اړه د بحث په موخه وکتل.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د سوسلې په چارو کې د دولت وزیر په دې کتنه کې وویل چې د سولې د بهیر ملاتړې نړیواله ډله د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور ريیس په لارښوونه د سولې لپاره د نړیوالې اجماع د پیاوړي کولو او په دې برخه کې د هڅو د انسجام په موخه جوړېږي.
د روسیې سفیر د افغانستان د سولې بهیر د ملاتړې نړیوالې ډلې د جوړېدو هرکلی وکړ او د نړیوالو فعالیتونو د انسجام په برخه کې یې ګټور ګام وباله.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د افغان حکومت په استازیتوب د دې نړیوالې ډلې مشري پر غاړه لري. همدارنګه د دې ډلې د دارالانشا چارې به هم د سولې په چارو کې د دولت وزارت پر مخ وړي. پاى- ع

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته