امنیت

ناپېژاندو وسله والو د غزني د امنيې قوماندانۍ يو مسوول شهيد کړ

کابل/باختر/ د زمري لومړۍ
ناپېژاندو وسله والو پرون مازیګر د غزني د امنيې قوماندانۍ يو مسوول شهید کړ.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري باختراژانس ته وویل، چې ناپېژاندو وسله والو کسانو د غزني د امنیې قوماندانۍ د جنایي جرمونو د مدیریت تخنیکي کرمینل پخوانی مسوول جان آقا فلسطین د غزني ښارد دویمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې شهید کړ.
نوري زیاته کړه، چې د دغې پېښې د عاملینو د پېژندنې او نیولو لپاره د پولیسو پلټنې پیل شوې دي.
ختم _ ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته