اقتصاد

د يو پل په جوړلو سره د دوه زره کورنيو ستونزې لرې شوې.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٣
د دوو ټولګيو پروژو کار نن  په  سمنګانو ولايت کې بشپړاو ګټې اخستنې  ته وسپارل شول.
دسمنګانو ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رييس انجينير محمد آصف دولت شاهي باختر اژانس ته وويل  : په دغو پروژو کې د ديرشو مترو په اوږدوالي دموټرو دتګ راتګ ديو پله  جوړول چې دګوز دره صوف ولسوالۍ د يعقوب د تنګي په ساحه کې دسينددپاسه جوړ شوى دى او دچله مزار ، ګودام خانې او تلخي په کليو کې د څښاک د اوبودڅلورو څاګانوکيندل شامل  دي چې په  پارلمان کې دسمنګانو  ولايت دمنتخبو وکيلانو په مرسته د څه دپاسه دوه سوه زرو  ډالرو په لګښت دملي پيوستون د پروګرام له خوا تطبيق شوى دى .
د دغو پروژوپه جوړولوسره دترانسپورت او داوبودکمښټ له پلوه د دوه زره کورنيو  ستونزې لرې شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته