سیاست

په تاشکند کې دسفارت دنويو تاسيساتو دبنسټ ډبره کيښودل شوه

 کابل باختردليندۍ دمياشتې ١٦نيټه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيون چارو وزير صلاح الدين رباني او  دازبکستان جمهوريت دبهرنيو چارو وزير عبدالعزيز کاملوف په تاشکند کې  دافغانستان دسفارت د نويو تاسيساتو  دبنسټ ډبره کيښوده .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر  او دعامه اطلاعاتو رياست باخترآژانس ته   خبر ورکړ .  صلاح الدين رباني په تاشکند کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دسفارت   دنويوتاسيساتو  جوړول  ددواړو  ګاونډيو هيوادونو ترمنځ داړيکو دپراختيا په لاره کې يو مهم  ګام وباله  اودګاونډيو او دسيمې دهېوادونو ترمنځ يې داړيکو په ښه والي باندې ټينګاروکړ.
دغه راز ټاکل شوې ده دافغانستان اسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير  په ډير لنډ ممکن وخت کې ديونان په آتن ښارکې  دافغانستان سفارت  پرانيزي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته