کابل باختر دليندي شپږمه
د بدخشان ولايت دپوهنې رياست نوې اداري ودانۍ نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
دبدخشان ولايت مرستيال ګل محمد بيدار باخترآژانس ته وويل: دغه ودانۍ د آلمان هيواد په مالي مرسته دڅه دپاسه ديارلسو مليونو افغانيو په لګښت په دوو پوړونوکې جوړه شوې ده .
ده زياته کړه چې دغه ودانۍ دکنفرانس يوسالون او يوولس اداري خونې لري چې په تيريوکال کې بشپړه او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه .
ويل کيږي په بخشان ولايت کې په سلو اته پرمختيايي پروژې د آلمان په مالي مرسته بشپړې شوې دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ