امنیت

په کرمې ايجنسۍ کې دبې پيلوټه الوتکې بريد .

پاړه چنار باختر دمرعومي اووه ويشتمه : دکوزې کرمې ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې دبې پيلوټه الوتکې په ننني بريد کې يوتن ټپي شو . باختراژانس دجيو نيوز له خولې خبر راکړ. هغه توغندى چې له يوې بې پيلوټه الوتکې څخه وتوغول شو دکرمې ايجنسۍ د پادشاه کوټ په ناحيه کې په يوه کور ولګيد چې له امله يې دلومړنيو رارسيدلو خبرونو له مخې، يوتن ټپي شو . دتيرکال ددسمبر په مياشت کې په قبايلي سيمه کې په ورته بريد کې دوه تنه ووژل شول . دتيرکال دنوامبر په مياشت کې دبې پيلوټه الوتکې په بريد کې په کرمه ايجنسۍ کې دطالبانو ديوه قوماندان په ګډون درې تنه ووژل شول . دتيرکال دنوامبر په مياشت کې له پاکستان سره دافغانستان په سرحدي سيمو کې دبې پيلوټه الوتکو په دريو پرله پسې بريدونو کې ٣١ تنه ووژل شول او ١٢ تنه نور ټپيان شول . ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته