امنیت

په کاپيسا کې د وسله والو طالبانو د يوه قوماندان وژل کېدل

کابلباختر د وږي ٦ مه
د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ په انار جوى سيمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو وياند محمد هارون يوسفزي باختر اژانس ته وويل چې پرون د تګاب ولسوالۍ په انارجوى سيمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.
سرچينه زياتوي چې په نښته کې د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان وژل شوى دى.
پاىوصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته