ورزش

دصداي ورزش اوونيزه يوکلنه شوه

کابل باختر دلړم دويمه
دصداي ورزش اوونيزې  مسوولينو نن دخپلو خپرونو لومړى کاليزه ونمانځله .
دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې ، په هغې غونډه کې چې له همدې امله  دمطبوعاتو د نړيوال مرکز په تالار کې جوړه شوې وه  په ولسي جرګه کې  دخلکو استازي  فوزيې  کوفي ،  سلاکار وزير او دافغانستان د کرکټ بورد رييس  شهزاده مسعود ، د تکواندو دورزش اتل  نثار احمد بهاوي او يوشمير ورزشکارانو ګډون کړي و .
د صداي ورزش اوونيزه  دمستورې ارزوپه مديريت له يو کال راپديخوا د ورزش په برخه کې خپرونې کوي .
په دې غونډه کې  شهزاده مسعود ، فوزيې کوفي ، عبدالحميد مبارز او داوونيزې  مسوولې مديرې  مستورې آرزو په ټولنه کې دورزش  دارزښت ، دځوانانو په روغتيا کې  دهغه درول او اغيزمنتوب او دهغو وياړنو په باب  چې دهيواد  دورزشکارانو په برخه  شوي دي  اوږدې خبرې وکړې او له دولت څخه يې وغوښتل چې دورزش  دلازياتې ودې  په خاطر  پاملرنه وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته