کابل باختر دتلې دمياشتې ٣ :
د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمد اشرف غني پرون ماښام دکابل پوهنتون د ليليو له محصلانو سره وکتل او هغوى ته يې د نيکمرغه لوى اختر مبارکي وويله .
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
جمهور رئيس وويل : ارګ ستاسو د ټولو کور دى ، هيله لرم زموږ د کتنې لړۍ په يو دود بدل شي او هرکال د ليليو محصلين ارګ ته راشي .
جمهور رئيس د لوړو زده کړو د وزارت په سيستم کې ستونزو ته په پاملرنې سره وويل : سږکال زموږ زيات تمرکز د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو ته وو ، له همدې امله مو ونه شو کـــړاى د لوړو زده کـــــړو د سيستم ښه والي ته پاملرنه وکړو.
ده ژمنه وکړه چې حکومت به په راتلوونکو مياشتو کې د لوړو زده کړو ښه والي ته تمرکز وکړي .
محمداشرف غني محصلانو ته په خطاب کې وويل چې تاسې د سبا مشران نه بلکې د نن مشران ياست او افغانستان ستاسو په باور ولاړ دى نو په ځان او په افغانستان باور ولرۍ او په خپلو کې د ورورۍ او همکارۍ روحيه ټينګه کړئ.
جمهور رئيس د لوړو زده کړو وزارت مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې د ليليو محصلانو ته ټولې آسانتياوې برابرې کړي .
په دې کتنه کې د هيواد لومړۍ ميرمنې ، د لوړو زده کړو وزيرې او دوو تنو محصلانو هم خبرې وکړې .
په پاى کې د هېواد جمهور رئيس د ليليې له محصلانو سره روغبړ وکړ او هغوى ته يې اختري ورکړه.
0 1 دقیقه لوستل