امنیت

په فارياب کې د درېيو تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل باختر د ليندى څلورمه :
درې تنه وسله وال طالبان تېره شپه د فارياب ولايت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې ووژل شول.
د فارياب د امنيې قوماندانۍ وياند کريم يورش باختر آژانس ته وويل چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د فارياب ولايت د پشتون کوټ ولسوالۍ په سرحوض  سيمه کې په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه چې په دې جګړه کې د دښمن يو موټر، دوه موټرسايکلونه او دوه ميله وسلې د پوليسو لاس ته ورغلې دي .
  ختم_عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته