خبرونهټولنه

په کندز، روزګان، او پکتیا کې اړمنو کورنیو او په لوګر کې بزګرانو مرسته ترلاسه کړه

کابل، د لېندۍ ۵ مه، باختر

د کندز، روزګان او پکتیا ځايي مسوولین وايي چې په دغو ولایتونو کې ۳۰۹۰ اړمنو کورنیو مرسته ترلاسه کړه.

د کندز د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې د دغه ولایت په مرکز او چهار درې ولسوالۍ کې يې د (OHW) موسسې په مالي ملاتړ پر ۴۹۰ اړمنو کورنيو د چرګانو د فارمونو وسايل وېشلي دي، د يادې مرستې موخه د کورني اقتصاد پياوړتيا او په ځان بسياينه ښودل شوې ده.

د یوبل خبر له مخې؛ د روزګان ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې د HHRD په مالي ملاتړ پر ۶۰۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه، چې په مرسته کې اوړه، غوړي، بوره، وریجې شاملې دي.

په ورته وخت کې په پکتیا کې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ او د AWCPO موسسې په تخنیکي همکارۍ پر ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرسته شوې، چې په دغه مرسته کې اوړه، غوړي، مالګه او دال شامل دي.

همدارنګه د لوګر په محمدآغې او خوښۍ ولسوالۍ کې د (هلال هډه وال) شرکت او د ( DI) موسسې له خوا پر ۷۴ بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم او کیماوي سره ووېشل شوه.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا