امنیت

د القاعده د شبکې مشر ووژل شو

پيښور- باختر دليندي اتلسمه:
  په پاکستان کې نن سهار د بې پيلوټه الوتکې په بريدکې د القاعده د شبکې يو جګپوړي مشر ووژل شو .
دان بي سي نيوز خبري شبکې، د القاعده د شبکې ويب سايت او د امريکايي مامورينو څرګندونو ته په اشارې سره، دغه خبر خپورکړې دي
په الوزيد الکويټي مشهور شيخ خالد بن عبدالرحمن  الحسينان  په داسې حال کې چې په سبا نارې بوخت  و؛ په پاکستان کې ووژل شو .
دغه خبر د لومړي ځل لپاره د القاعده شبکې په ويت سايټ کې پرون دجمعې په ورځ اعلام شو
د وروستيوکلونو په ترڅ کې د دغې ډلې مذهبي اثر بخښوونکي تعليمات د الکويټي د القاعده شبکې په بې شمېره ويډيوګانو کې ليدل شوي دي
په خبرکې ددغه سړى د وژل کېدو دقيق ځاى نه دې څرګند شوى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته