نړۍ

اوه تنه دبلوچستان په بوګتې دره کې ووژل شول.

کويټه –  ډان – باختر دلړم دمياشتې ٧
دبلوچستان ايالت دبوګتې درې د لوتى زين په سيمه کې ديو  قبيله يي مشر  په استوګنځي دناپيژندل شويو وسله والو کسانو دبريد له امله څه ناڅه اوه تنه ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول .
وسله والو کسانو د نن بوګتې درې  د قبيله يي مشر تاراخان  په استوګنځي ډزې
وکړې چې له امله يې اووه  تنه ووژل شول او پنځه تنه  نور ټپيان شول.
دپاکستان د ډان دانټرنټي سايټ  دخبرله مخې په وژل شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي .
تراوسه پورې ددغه بريد مسوليت چا په غاړه نه دى اخستى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته