قلعه نو باختر دزمري دمياشتې ٤ :
د بادغيس ولايت د مقر ولسوالۍ د ميراتزا د سيمې په پوستو د وسله والو طالبانو بريد په شا وتمبول شو.
له قلعه نو څخه د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :
د مقرولسوالۍ امنيه قوماندان وويل چې وسله والوطالبانو تېره شپه د دغې ولسوالۍ په اړوندو پوستو بريدونه وکړل چې دپوليسو دځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول او د سر د زيان په زغملو سره په شاتګ ته اړشول .
ده وويل چې په دې بريدکې د پوليسو يو سرتيرى هم شهيد شوى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ