کابل/باختر/ د وږي٢٥ مه
د بغلان پولیسو پرون درې کیلوګرامه چرس په دغه ولایت کې ضبط کړل.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند جاوېد بشارت باختر آژانس ته وویل چې ددغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه یي توکو پرخلاف د مبارزې مدیریت منسوبينو درې کیلوګرامه چرس چې په یوموټرکې ځای پرځای شوي وو او له جلګې ولسوالۍ څخه د مرکزي بغلان ولسوالۍ ته لېږدول، د دغو ولسواليو په لاروکې کشف او ترلاسه کړل.
هغه زیاته کړه چې د قضیې په اړوند څوک نه دي نیول شوي.
ختم/ع
0 د یوې دقیقې څخه لږ