کابل / د تلې ٩مه / باختر:
چارواکي په کندز کې له زندان څخه د خوشي شويو بنديانو د موټرو بېرته ورکولو خبر ورکړ.
په دې برنامه کې پرته له قاتلينو او انسان تښتونکو نور ټول خوشي شوي بنديان کولاى شي خپل موټرونه بېرته ترلاسه کړي.
په کندز کې د اسلامي امارت د پوځي کمېسيون غړي مولوي محمد جواد باخترآژانس ته وويل؛ هره ورځ يو شمېر پخواني بنديان د خپلو موټرو د بېرته ترلاسه کولو لپاره راځي او خپل موټر ترلاسه کوي.
په کندز کې د پخواني حکومت په تم ځايونو کې اوس هم په سلګونو موټرونه شته. چارواکي وايي د پخوانيو مجرمينو د موټرو د بېرته ورکولو بهير به لږترلږه يوه اوونۍ دوام وکړي.
\ ذ