امنیت

درې طالبان په بلخ کې ووژل شول

کابل/ د غويي ٢٠مه/ باختر د يوه قوماندان په ګډون درې وسله وال طالبان پرون په بلخ کې ووژل شول. د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل باختر آژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت د چهاربولک ولسوالۍ په وردګو کلا سيمه کې له امنيتي منسوبينو سره په نښته کې ووژل شول. په وژل شويو کسانو کې د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان مولوي عطا هم شامل دى. عادل زياته کړه: په نښته کې يو بل وسله وال طالب ونيول شو او د دښمن يو توغندى ويشتوونکى هم ترلاسه شوى دى. پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته