سیاست

جمهوررئیس غني د شېخ محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل

کابل باختر دکب شپږ ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار د عربي متحده اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته ورسېد. دا سفر د ابوظبۍ د ولیعهد شېخ محمد بن زاید آل نهیان او د عربي متحده اماراتو د وسله وال پوځ قوماندان د مرستیال په بلنه وشو او شېخ محمد بن زاید آل نهیان د پلازمېنې ابوظبۍ په قصرالوطن کې جمهوررئیس غني ته د هرکلي رسمي مراسم وړاندې کړل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دغه راز جمهوررئیس محمداشرف غني او شېخ محمد بن زاید آل نهیان دوه اړخیزه کتنه وکړه او د افغانستان او عربي متحده اماراتو ترمنځ یې پر دوه اړخیزو اړیکو او د دواړو هېوادونو د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د دې اړیکو د پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې.
شېخ محمد بن زاید آل نهیان د شېخ خلیفه بن زاید آل نهیان په رهبرۍ د هېواد په حیاتي سکتورونو کې پایدار اقتصادي او ټولنیز انکشاف ته د لاسرسي په برخه کې د ورور هېواد افغانستان د انکشافي بهیر د ملاتړ په خاطر د دې هېواد پر لېوالتیا، ټینګار وکړ.
وروسته د افغانستان جمهوررئیس عربي متحده اماراتو ته پر دویم ځلي سفر خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو پر لا زیاتې پراختیا او انکشافي برخه کې د عربي متحده اماراتو له بریالیو تجربو څخه په استفادې ټینګار وکړ.
جمهوررئیس غني د عربي متحده اماراتو له بشردوستانه او انکشافي مرستو څخه په مننې، ”د زغم کال“ په نوم د ۲۰۱۹ کال د نومولو او په عېن حال کې په ابوظبۍ کې د ۲۰۱۹ کال د ځانګړي المپیک نړیوالو سیالیو د کوربه توب له امله شېخ محمد بن زاید آل نهیان ته مبارکي وویله.
د هېواد جمهوررئیس په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین لپاره د عربي متحده اماراتو حکومت له دوامداره ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ وویل، د افغانستان خلک د هېواد د پرمختګ لپاره د عربي متحده اماراتو د همکاریو درناوی کوي او بشپړ باور لري چې متحده امارات، د سولې بهیر د بریالیتوب او د هېواد په هوساینه کې پام وړ رول ترسره  کولی شي.
دواړو مشرانو د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې په بهیر کې د سیمې د هېوادونو د همکارۍ او هر اړخیز ملاتړ پر ارزښت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، د افغانستان سوله او ثبات د سیمې د سولې لپاره لازمي ده. 
شېخ محمد بن زاید آل نهیان په فراه او کندهار ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو پر زیانونو خواشیني وښوده او ژمنه یې وکړه چې عربي متحده امارات به د وروستیو طبیعي پېښو زیانمنو شویو سره مرسته وکړي.
دغه راز دواړو لورو د افغانسستان او اماراتو تر منځ د سوداګرۍ او پانګونې د پرمختګ لپاره د هر اړخیزو کوښښونو د زیاتوالي ژمنه وکړه او په دې برخه کې یې د انرژۍ، کرنې، کانونو، پوهنې، فرهنګي او ورزش د انکشاف په برخو کې د دواړو دولتونو ترمنځ د تفاهم لیکونو د لاسلیک هرکلی وکړ. 
دواړو مشرانو څرګنده کړه، له خلکو سره د خلکو راکړه ورکړه، د بشري سرچینو انکشاف او د ځوانانو لپاره د شغلونو ایجاد د ارزښت وړ دي. جمهوررئیس غني له عربي متحده اماراتو څخه افغان کارګرانو ته د کار مارکېټ د پرانیستې په خاطر د عربي متحده اماراتو مننه وکړه. 
همدارنګه دوی د دواړو هېوادونو تر منځ د فرهنګي او ورزشي اړیکو او تعاملاتو زیات ترویج باارزښته وباله او د ښځو د توانمندۍ پر ارزښت او په دې برخه کې یې د همکارۍ د پیاوړتیا پر اړتیا پر کنفرانسونو او کوښښونو په ځانګړي ډول د  ښځو پر کنفرانسونو ټینګار وکړ.
دېته ورته دواړو مشرانو په نړیوالو مسایلو کې د تروریستي سازمانونو له لورې بریدونه، ناسمې کړنې او د بشري حقونو نقض په سختو ټکو وغندل او د تروریزم شومې پدیدې سره د مبارزې په برخه کې یې خپلې ژمنې تازه کړې. سربېره پر دې جمهوررئیس غني تروریزم سره د مبارزې لپاره د هېواد د ظرفیت لوړولو په برخه کې د عربي متحده اماراتو د زیاتو همکاریو د ژمنتیا قدرداني وکړه.
دغه راز دواړو لورو د ټولې سیمې د پراختیا لپاره په منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا کې د زېربناو د ښه اتصال په برخه کې د افغانستان رول حیاتي وباله.
د دې کتنې په پای کې جمهوررئیس غني د شېخ محمد بن زاید آل نهیان او د عربي متحده اماراتو حکومت د مېلمه پالنې مننه وکړه.#
پاى- فضل واحد

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته