امنیت

د تروريستانو له شتون څخه دبدخشان دشهدا ولسوالۍ پاکول.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٩
يوويشت تنه وسله وال طالبان پرون دبدخشان ولايت په شهدا ولسوالۍ کې دګډو امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند لعل محمد احمدزي دباختر آژانس خبريال ته وويل دغه عمليات پرون مازيګر پيل شوي و او دماښام تر شپږو بجو پورې يې دوام وکړ.
احمدزي څرګنده کړه دبدخشان ولايت دشهدا ولسوالۍ په بشپړه توګه دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوې ده او دولسوالۍ امنيت دامنيتي ځواکونو په لاس کې دى .
دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند احمدزي څرګنده کړه په دې جګړه کې يوه زياته اندازه درندې وسلې هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
ده وويل دعملياتو راتلوونکى پړاو دوردوج په ولسوالۍ پيليږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته