سیاست

د کرونا پر خلاف د مبارزې په اړه هیوادوالو ته د جمهوررییس د لومړي مرستیال امرالله صالح پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

ګرانو او ډېرو معززوهیوادوالو!

تاسوهر یوه ته سلام او نېکې هیلې وړاندې کوم.

لکه څرنګه چې ستاسو په یاد دي د افغانستان اسلامي جمهوريت او په ځانګړي ډول جلالتماب جمهوررییس د کرونا بحران د وخت له نظره په پنځو مرحلو وېشلی و.

لومړی مرحله د دې بحران پر شتون اعتراف کول و.له بده مرغه په دې مرحله کې زیات شمېر هیوادوالو حتی با نفوذه شخصیتونو په دې برخه کې روغتیايې او علمي لارښوونې له پامه وغورځولې او خلک يې غونډو ته وهڅول .

او خوشبختانه په همدې حال کې د ټولنې یوې لويې برخې په خاص ډول علمای کرامو زموږ له زړورو او متعهدو ډاکترانو سره یوځای خلکو ته دکرونا د خطرونو په اړه خبرداری ورکړچې زه له دوی څخه د زړه له تله مننه کوم.

دوهمه مرحله د کرونا د خپرېدو وه، چې مونږ وتوانېدو د منظمو پروګرامونو له لارې د خپرېدو لړی سسته کړو، تر څو زمونږ پر روغتیايې سیستم چې هیڅکله د داسې بې سابقه او له تصور پورته بحران سره مخ شوی نه و، اني فشارونه کم شي.

په دې کار کې تر ډېره حده بریالي شو،.خو اوس له بده مرغه د هغو شمېرو له مخې چې د عامې روغتیا وزارت او د رضاکارانو له لارې مونږ ته رسېږي، د دغې احصایې په اساس او بنسټ څرګندیږي چې زمونږ هیواد افغانستان د کرونا بحران اوج یا د فلاکت پړاو ته په نزدې کېدو دی.

ددې ویروس منحني وضعیت هم په غټېدو اوهم په لوړېدو دی .مونږ ټول هغه څه ترسره کوو چې لازم دي څو د دې مخه ونیسو.

په کور دننه او له هیواد څخه بهر اټکلونه او علمي وړاندوینې ښيې چې افغانستان به په راتلونکو دوه میاشتو کې د دې ویروس د پراخېدو له سرسامونکي حالت سره مخ شي، متاسفانه،خو که ولس روغتیايې او علمي لارښوونې جدې ونیسي، له کوره بهر په خپلو چارو کې دوه متره واټن مراعت کړي، له غیر ضروري غونډو ډډه وشي او د عامې روغتیا د محترم وزارت لارښونې جدي ونیول شي،د دې ناورین مخه نیول کېدای شي.

اټکلونه او پېشبیني دادي چې که مونږ وکولای شو چې په اګست میاشت او یا د زمري میاشت په نیمايې کې د کرونا د خبیثه منحني ملا ماته کړو او څلورم پړاو ته چې د مبتلا کېدو د کچې تیټوالی دی داخل شو او زیات احتمال لري چې موږ د کال تر پایته رسېدو پورې خپل هیواد عادي حالت ته راوګرځوو.

خلک پوښتنه کوي او برحقه پوښتنه کوي چې دا قیودات به تر کله وي ؟ دا زړه تنګوالی تر کومه وخته؟ ځواب ساده دی.

د قیوداتو او خدای مکړه په ډله ییزه توګه د وژل کېدو ترمنځ باید یوه لاره غوره کړو.

مونږ پوهېږو چې ګرځ بندیز په سمه توګه نه مراعت کېږي او هڅه هم نه کووچې د پولیسو له لارې یا له زور په کار اخیستو دا لار عملي شي.

زمونږ غوښتنه او هیله داده چې په ټولنیز،فرهنګي، دودیز او ولسي ځواک سره د کرونا پر ضد مبارزه وکړو.

د بحران پراخېدل او غټېدل د ټولنې د هر وګړي په چلند او رفتار پورې تړاو لري.د دې بحران پر اقتصادي اړخ مونږ شپه او ورځ کار کوو. ټاکل شوې ده چې تر راتلونکو څو اونیو پورې به د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د بیړنیو مرستو په لړ کې د کار په بدل کې د پیسو او د خوراکي موادو د بستو د وېش پروسه پیل شي.

د دې تر څنګ تاسو پوهېږئ چې مونږ د سترو پروژو کار بند کړی نه دی، تر څو ولس د دې بحران له اقتصادي زیانونو خوندي وي.

ټوله نړی له دې بحران سره لاس او ګریوان ده. هغه هیوادونه که ډېر لوړ امکانات هم لري، د دې بحران په یو ډول د ډولونو په یوه مرحله کې وارخطا شوي دي.مونږ د پروګرامونو د طرحه کولو له نظره منظم عمل کړی او په راتلونکې کې یې هم کوو.

خو متاسفانه د امکاناتو له اړخه زیات محدودیتونه لرو چې د تېرو جګړو د بد حالت میراث دی.زه یو ځل بیا د افغانستان د ټول اسلامي جمهوري دولت په استازیتوب له خپلو ډاکټرانو او صحي کارمندانو څخه مننه کوم ، د زړه له کومې مننه کوم او له تاسو هر یوه څخه غواړم چې حوصله او زغم مو وساتئ،خپلې او د خپلې کورنۍ روغتیا ته مو پاملرنه وکړئ،د روغتیا وزارت لارښوونې جدي ونیسئ او د کرونا په مهارولو او ماتولو په ګډه مبارزه وکړو.

پر طالبانو غږ کوم چې د خلکو له وژلو چې یو ذلت او جنایت دی، لاس واخلي او بشردوستانه او افغان دوستانه اوربند ته غاړه کېږدي.

سرلوړی دې وي افغانستان

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته