روغتیا

د بغلان ٣٠بستريز روغتون ١٠٠بستروته پراختيا مومي

پلخمري باخترد ثوردمياشتې ٥ :
په  بغلان ولايت کې  په نشه يي توکو د روږدو کسانو دعلاج او درملنې روغتون له ديرشو بسترو څخه سلو بسترو ته پراختيا مومي .
  ددغه  روغتون د پراختيا عمده او اساسي عامل  په بغلان ولايت کې علاج او درملنې ته  دنشه يي توکو دهغو روږدو کسانو ستره  اړتيا ده  چې  ددغه روغتون د ظرفيت  لوړول  په  نشه يي توکودروږدو کسانو درملنه او د روږدوکسانو داړتيا په  کچه کې کمښت  دى .
دبغلان ولايت د روږدو کسانو د ٣٠ بستريز روغتون مسوول ډاکتر رحم خدا نوري دباخترآژانس خبريال ته وويل :  په تيرکال   کې  په دې روغتون کې او دپلخمري په جيل کې   دوه سوه نوي تنه ر وږدي کسان تردرملنې لاندې ونيول شول او روغتيايې ترلاسه کړه.
يوه اړونده خبرځاى وويل ؛   اوس  ٢١٥ تنو  روږدو کسانو دعلاج او درملنې په مقصد  په دې روغتون کې  نومونه ليکلي دي  خودبسترو او دامکاناتو  دنشتوالي په نسبت نوبت ته سترګې په لاره  دي.
نوري په  دې ديرش بستريز روغتون کې  دروږدو کسانو  دعلاج او درملنې  څرنګوالى چې په دريو پړاونو کې تطبيق اوعملي کيږي  د روږدو کسانو  دعلاج او درملنې  ډير ښه چلند وباله او زياته يې کړه  لومړي پړاودرملنې ته دروږدو کسانو چمتو کول ، دويم پړاو  دناروغانو بسترکول او وروستى پړاو  دروږدو کسانو له بيا روغتيا وروسته دهغوى تعقيبول دي  چې په نشه يي توکو دروږدو کسانو دکورنۍ په  همکارۍ ترسره کيږي ..
ډاکترنوري په دې ترڅ کې چې   د اړتيا وړ بريښنا او  اوبوکمښت يوه اساسي 
ستونزه وبلله  اوڅرګنده يې کړه چې په دغه روغتون کې  د روږدوکسانو  ټول روغتيايي خدمتونه او خواړه په  وړيا ډول دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته