-کابل /دچنګاښ ٣مه / باختر :
په تخار کې دسويابينو درواجولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي .
دتخار ولايت دکرنې او مالدارۍ رياست په دغه ولايت کې د سويابينو دشلو نويو نمايشي قطعو دجوړولو په مقصد په بزګرانو دسويابين دتخم دويشلو خبرورکړى دى .
دسويابين دغه نمايشي قطعې ددغه ولايت په مرکز او درې ولسواليو کې جوړېږي .
دتخار دکرنې اواوبو لګولو رياست دسويابينو ددغو قطعو دجوړولو په مقصد په شلو بزګرانو دسويابين لس لس کيلوګرامه تخم ، شل کيلوګرامه کيمياوي سره او دنباتي افتونو پنځه سوه ملي ليتره درمل ويشلي دي .
ددغه رياست يو مسوول باختراژانس ته وويل هلې ځلې کېږي چې تخار هم له يوشمېر ولايتونوپه شان دسويابين دتوليد په مرکز بدل شي .
ختم _ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ