ورزش

په باميانو کې دبايسکل ځغلونې تمريني اردوګاه جوړه شوه .

کابل باختر دوري يو ديرشمه :
  دکابل او دباميانو دنجونو ترمنځ نن په باميانو کې دبايسکل ځغلونې  ګډه اردوګاه جوړه شوه .
دبدني  روزنې او ورزش  درياست دبايسکل ځغلونې  فدراسيو ن رييس محمد صادق صادقي  نن له باميانو څخه دباختراژانس له خبريال سره  دتيلفوني اړيکې په ترڅ کې وويل دغه تمريني اردوګاه چې درې ورځې به دوام وکړي چې له کابل څخه  اتو تنو ورزشکارو  نجونو او له باميانو څخه  شپږو تنو ورزشکارو نجونو ګډون کړى دى .
دصادقي دڅرګندونو له مخې ددغې تمريني اردوګاه دجوړولو هدف په باميانو ولايت کې دنجونو دبايسکل ځغلونې دلومړي ټيم جوړول دى چې غوره څيرې دباميانو ولايت منتخب ټيم ته انتخاب شي .
  دصادقي دڅرګندونو له مخې تر امير بندپورې دباميانو ښار واټونه دپنځوسو کيلومترو په اوږدوالي دورزشکارو نجونو اوهلکانو دبايسکل ځغلونې  دکورنيو اوبهرنيو سياليو لپاره يو ډاډمن ځاى دى  او دبايسکل ځغلونې  فدراسيون  په پام کې لري چې له دې وروسته په دغه ولايت کې دبايسکل ځغلونې  سيالۍ ترسره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته