ورزش

نجونو ته لومړنى ورزشي جمنازيوم جوړشو

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٩ :
په پلخمري ښارکې نجونو ته لومړنى ورزشي جمنازيوم نن د بغلان د والي له خوا ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د بغلان ولايت د ښځو د چارو رياست د خبري څانګې مسوول محمديونس رحيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په بي بي صبري بڼ کې د نجونو لپاره د لومړني ورزشي جمنازيوم د جوړولو کار د آغاخان د پرمختيايي بنسټ په مالي مرسته د دولسو زرو امريکايي ډالره په ټول لګښت بشپړ او ګټې اخيستنې ته وړاندې شو.
په دې  ورزشي جمازيوم کې ټول ورزشي وسايل او لوازم په پام کې نيول شوي دي.
خبرځاى وويل چې د دغه جمنازيوم د جوړولو موخه ورزش ته مينه والونجونو ته د لازمو آسانتياوو برابرول دي.
دغه راز همدا اوس هره ورځ څه ناڅه ديرش نجونې د ورزش لپاره د بي بي صبري بڼ ته ځي او د ښځينه استادانو تر نظرلاندې خپلې ورزشي چارې پرمخ بيايي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته