کابل، د لېندۍ ۲۵مه، باختر
د ازبکستان د سرخان دریا ولایت والي قاسموف اولوغ بیک بیردي کابلوچ او ورسره مل پلاوي په بلخ کې د دغه ولایت له والي حاجي محمدیوسف وفا او ځینو نورومسولینو سره لیدلي.
دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا، سوداګریزو اړیکو پر زیاتولو او نورو همکاریو ټینګار کړی دی.
والي دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله او ټول افغانستان کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی او د اړیکو پراختیا یې د دواړو خواوو په ګټه بللې ده.
محمدیوسف وفا له راغلي ازبک پلاوي څخه هېواد کې له زلزله ځپلو او بېرته راستنېدونکو سره د مرستې کولو غوښتنه هم کړې.
ازبک پلاوي د والي محمدیوسف له مېلمه پالنې مننه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو اړیکو پر دوام او لاپیاوړي کولو یې ټینګار کړی دی.