سیاست

د محمد اشرف غني پيغام

کابل باختر د وري د مياشتې ١٣ مه:
پیام محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان به مناسبت فرا رسیدن روز بین المللی ماین پاکی
بسم الله الرحمن الرحیم
قدرمنو هیوادوالو، خویندو او وروڼو! السلام علیکم،
د ماین پاکي د نړیوالې ورځې د رارسیدو په مناسبت تر هر څه مخکې له هغو فداکارو ځوانانو مننه کوم چې د خپل وطن د خلکو د ژغورلو لپاره د ماینونو د شنډولو په ډیره سپېڅلې مبارزه بوخت دي او ځينې یې په همدې لاره کې معلول شوي او شهیدان شوي دي. زه د ټولو هغو ماین پاکوونکو روح ته سلام استوم چې په تیرو څو لسیزو کې د خپلې وظیفې په وخت یا د ماینونو د چاودنې په علت او یا د ظالمانو له لاسه شهیدان شوي او خپل سرونه یې د خلکو د ژوند د ژغورلو لپاره قربان کړي دي.
له احصاییو سره سم په تیرو څو لسیزو کې د ماین پاکولو د ملي او اسلامي  وظیفې د تر سره کولو په وخت په افغانستان کې نهه سوه درې اویا (۹۷۳) ماین پاکوونکي معلول شوي او یوسلو نهه اتیا(۱۸۹) ماین پاکوونکي شهیدان شوي دي. زه د افغانستان د پوهنې له وزارته غوښتنه کوم چې د وطن د دغه هر یوه خدمتګار شهید په نوم باندې یو، یو ښوونځی ونومَوي، څو په دې ډول د دوی د قربانیو احترام شوی وي او راتلوونکو نسلونو خپل واقعي خدمتګاران لا ښه پیژندلي وي.
من به شاروالی کابل هدایت دادم که جاده ای را که امروز کنفرانس شما در آن برگزار می گردد، به افتخار ماین پاکان کشور بنام جاده ماین پاکی مسمی نماید.
به اساس ارقام، هشتاد فیصد خاک افغانستان به برکت تلاش های ماین پاکان کشور، از وجود ماین ها پاکسازی شده است و این رقم، نسبت به سال ۲۰۰۲ میلادی که شصت فیصد خاک افغانستان مملو از ماین بود، یک پیشرفت قابل ملاحظه است. در حال حاضر، تنها ۲۰ فیصد خاک کشور از ماین ها پاک سازی نشده است. اینجا لازم است از کشورهایی تشکر کنم که با افغانستان در زمینه های پاکسازی و خنثی سازی ماین ها مساعدت های مالی و تخنیکی نموده اند.
در سال های گذشته پانزده هزار نفر در افغانستان مشغول مبارزات انسانی و ملی برای خنثی سازی و پاکسازی ماین ها بوده اند که در حال حاضر به علت کمبود کمک های مالی، تعداد زیادی از آنها خانه نشین هستند.
من روز سه شنبه با نمایندگان مؤسسات ماین پاکی و تعدادی از متخصصان سازمان ملل متحد دیدار داشتم و در مورد مشکلات امور ماین پاکی با آنها صحبت کردم.
یک معضل در این زمینه این است که از سال ۲۰۱۱ میلادی بدین سو هزینه برای خنثی سازی ماین ها کم شده است.
دیگر اینکه اگرچه افغانها از چند دهه به این طرف به کار ماین پاکی مصروف هستند اما مدیریت بودجه مالی آن به عهده سازمان ملل بوده است و با وجود اینکه افغانها ظرفیت و تجربه کافی در امور ماین پاکی دارند، یک تعداد ماین پاکان خارجی نیز در کشور، مشغول کار می باشند.
من این معضل را با سازمان ملل متحد صحبت کردم؛ آنها دو هفته مهلت خواستند تا برنامه یی بسازند که بر اساس آن، مدیریت مالی امور ماین پاکی از خارجی ها به افغانها منتقل شود و سازمان ملل متحد، تنها نقش مشوره دهی داشته باشد.
ما باید یک برنامه منسجم و منظم برای پول و امکانات موجود بسازیم که اولویت ها در آن مشخص باشد، کیفیت با آن بهتر شود و قیمت پایین بیاید.
از سوی دیگر، با دونر ها صحبت کنیم که تا حد امکان از ظرفیت ها و تجربه های مؤسسات افغانی استفاده کنند؛ کاری که افغانها می توانند انجام دهند، لازم نیست برای آن، خارجی ها استخدام شوند.
قدرمنو هیوادوالو! ماین د تیرو څو لسیزو جګړو یو بدمرغه سوغات دی. ماینونه چې ممکن په کلونو کلونو په خاورو کې پټ پاتې شي، نه یوازې د جنګ بلکې د سولې په کلونو کې هم د خلکو ژوند ګواښوي او هر انسان ته که هغه ماشوم دی، یا سپین ږیری او که هغه په جنګ کې شامل دی او یا نه دی، په یوه اندازه خطر پیښوي. همدا وجه ده چې له ماینونو څخه استفاده ډیر غیرانساني او غیراخلاقي عمل ګڼل کیږي. زه له دې فرصته په استفادې سره په هغو کسانو باندې، چې په لارو، کلیو، کروندو او نورو ځایونو کې ماینونه ښخوي، آواز کوم چې د وطن خاوره د وطن خلکو ته د ویرې او خطر په ځای مه بدلوئ! زموږ بزګران پریږدئ چې په پټيوکې په بې غمه زړه کار وکړي او د لارې مساپر پریږدئ چې په لارو باندې یې مزل بې خطره او بې تشویشه وي! په تیرو څو لسیزو کې په لسګونو زره افغانان د ماینونو په وجه وژل شوي یا معلول شوي دي. دغه بدمرغه لړۍ باید پای ته ورسوو او د خپلو ماین پاکوونکو په همت د وطن پاتې شل فیصده خاوره هم د ماینونو له شره وژغورو!
پدې وخت کې د کانادا له حکومت نه مننه کوم چې د ماین ضد معاهدې په برابرولو او تصویبولو کې یې لوی قدمونه واخیستل. هیله ده چې دا معاهده د ټولو ممالکو لخوا او په تېره بيا زمونږ په هیواد کې عملي شي.
تل دې وي افغانستان

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته