نړۍ

دکاناډا دمهاجرت وزير وايي چې پاکستان دتروريزم ملاتړى دولت دى .

دسي بي نيوز_ باختر دوري ديارلسمه:
دکاناډا دمهاجرت او هيوادوال دچارو وزير کريس الکساندر  وايي چې کاناډا او متحدين يې   بايد دپاکستان په وړاندې يو متحد دريځ غوره کړي ځکه دغه هيواد دتروريزم ملاتړى دولت دى اودنړۍ امنيت ګواښوي .
ده چې دسي بي نيوز له شبکې  سره خبرې کولې  وويل چې دپاکستان دولت دتروريزم پټ ملاتړکوي خوتل يې په دې کار انکار کړى دى او آن لويديځ  تحليلګران  نن دا مني چې له تروريزم  سره دپاکستان دغه ملاتړ  په زياته کچه  دوام لري .
الکساندر چې پخوايې په افغانستان کې دکاناډادسفير په توګه او له هغه وړاندې  په کابل کې دملګروملتودسازمان دځانګړي استازي دمرستيال  په توګه دنده ترسره کوله وايي چې موږ بايد دپاکستان په وړاندې  متحد دريځ ولرو .
دى زياتوي چې دپاکستان ملي حکومت دنظامي سياست  او ستراتيژيکي  سياست اداره په واک کې نه لري. بلکې  دپاکستان پوځيان او داستخباراتودستګاه اصلي تصميم  نيوونکي  دى .
ده زياته کړې ده ، دالقاعده په ګډون يو زيات شمير تروريستي  ډلې چې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې بشريت ته زيان رسوي  په پاکستان کې اډې لري ، له دې امله ددغې ستونزې حل کول بايددټولې نړيوالې ټولنې دلومړيتوب په سر کې ځاى ولري .
  الکساندر  ويلي دي چې نړيواله ټولنه دې بايد ډير ژر په پاکستان کې اوسني حالت ته پاملرنه وکړي  ځکه دغه هيواد دټولو ستونزو په سرچينې بدل شوى دى او ياغيان له دغه هيواد څخه دجګړې لپاره دعراق او سوريې په ګډون نورو هيوادونو ته  استول کيږي .
کريس زياته کړې ده چې آن په خپله دپاکستان خلک له تروريزم سره په ملاتړ کې ددولت دلاسوهنې  په کچې بي خبره دي ځکه دغه ملاتړدپاکستاني طالبانو اوددغه هيواد داستخباراتي دستګاه له خوا  دتړلو دروازو ترشاه طرحه کيږي دپاکستان خلک په دې کار خبر نه دي خو دا زموږ  مسووليت دى چې په دې برخه کې دپاکستان عامه ذهنونونه  روښان کړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته