کابل باختر دسلواغي شپاړلسمه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرتيا !
ټاکل شوې ده د پښتو ژبې د نوميالى شاعر او ليکوال ارواښاد غني خان د ژوندانه په باره کې علمي-څيړنيز سيمينار د١٣٩٣کال د ثور د مياشتې په شپاړلسمه او اوولسمه نيټه په کابل کې جوړ شي.
په دې وسيله د هيواد له ليکوالو، شاعرانو او څيړونکو څخه غوښتنه کيږي چې خپل آثار او مقالې دې د راتلوونکى کال د وري د مياشتې تر پاى پورې د سيمينار علمي کميسيون ته وسپاري.
د زياتومعلومات د ترلاسه کولو لپاره د کميسيون د منشي امان الله جبارخيل له ٠٧٩٩٤٠٥٧٧٧ګڼه ټيلفون او د سيمينارونو د جوړولو د آمرمحمدزبير ابراهيمي د٠٧٩٨٥٦٣٨٥٦ګڼه ټيلفون له لارې اړيکې ونيول شي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ