سیاست

دسترې محکمې رييس له اداري فساد سره دمبارزې دڅيړنې دګډې کميټې له غړو سره وکتل .

کابل باختر د سلواغې   نهمه :
دسترې محکمې رييس قانونپوه سيديوسف حليم  نن له غرمې وروسته داداري فساد سره دمبارزې دڅيړنې دګډې کميټې  له غړو سره  دخپل کار په دفتر کې وکتل .
دسترې محکمې دخپرونورياست باختراژانس ته خبرورکړ :په دې کتنه کې دغه هئيت لومړى په افغانستان کې داداري فسادسره  دمبارزې دحالت دڅيړنې په برخو کې  خپل کاري پروګرامونه وړاندې کړل او له اداري فساد سره دمبارزې دبيلابيلو اړخونو په باب دخپل نظر وړټکي دسترې محکمې له رييس سره شريک کړل .
وروسته دسترې محکمې  رييس داداري  فساد سره دمبارزې دحالت په څيړنې سره زياته کړه چې دافغانستان داسلامي جمهوريت مشرتابه ددغې  ناوړې پديدي سره دمبارزې په لاره کې هراړخيزې هلې ځلې کړې دي او د عدلي قضايي او دامنيتي  جوړښتونوپه پراختيا او پياوړتيا سره يې له دغې پديدې   سره مبارزه سخته کړې ده څرنګه چې له اداري فساد سره دمبارزې عدلي مرکز چې داداري فساد ددرندو  جرمونو څيړنه په غاړه لري  او په عملي ډول جوړ شوى دى  .
او دغه راز  دهېواد په مرکز او زونونوکې  له اداري فساد سره دمبارزې  ابتداييه  او استيناف محکمې  په دې برخه کې خپل فعاليتونه  په لازم ګړنديتوب سره  ترسره کوي چې له دغه چلند سره  دمبارزې په لاره کې  ددولت  دژمنې  ښکارندوى دى .
دسترې محکمې رييس دغه راز  دقضايه قوې  په صفوفو کې له اداري فساد سره مبارزه  مطلوبه وبلله  او زياته يې کړه  د قضايه قوې  رهبري  او په تيره بيا  د قضايي څارنې اداره  په دې لاره کې دلازمو فعاليتونو په ترسره کولو سره  جدي مبارزه کړې ده  او دخلکو په همکارۍ  او دعدلي او قضايي ارګانونو ترمنځ  دلازمې همغږۍ  په رامنځته کولو سره دقضايي خدمتونو په وړاندې کولو کې يې لازمې اسانتياوې او زمينې  برابرې کړې دي .  چې دغه ټول اقدامات او تدبيرونه داداري فساد دکمښت  سبب شوى دى . او په دې لاره کې  مهم برياليتوبونه ترلاسه شوي دي . 
اړوندو لورو په  دې کتنه کې  دګډې مبارزې  او ددغې پديدې  دزيانونو  دمخنيوي  دلارو چاروپه باب  چې ملي او نړيواله ټولنه  زيانمنه کوي  هم  خبرې اترې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته