کابل /دتلې لومړى /باختر :
٦ وسله وال طالبان په غور کې له پوځيانوسره په جګړه کې ووژل شول
دغه جګړه پرون غرمه ددولينې ولسوالۍ بازار ته څيرمه ونښته چې وسله والو طالبانو غوښتل ٤ مسافر له ځان سره بوځي .
دهېواد په لويديځ کې دظفر قول اردو يو جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې ٦ وسله وال طالبان ووژل شول .
هغه وويل : دغو طالبانو غوښتل ٤تنه مسافر چې دمزدورۍ لپاره له باميانو څخه راغلي و ، له ځان سره بوځي . خو دپوځيانو په رسېدو سره بريالي نه شول .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ