سیاست

محمد کريم خليلي: د افغا نستان دولت د سياسي ليږدونې په بهير او په ٢٠١٤ کال کې د جمهوري رياست د انتخا باتو په ترسره کولوکې هوډمن دى

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٢٧ :
دجمهور رئيس مرستيال محمدکريم خليلي نن د پناه غوښتوونکو په چاروکې د سيمه ييزوهمکاريو د جلب لپاره د استراليا د صدراعظم له ځانګړى استازى مارشال انګوس هوستون سره په کتنه کې وويل: دافغانستان د دولت په نظر د نړيوالې ټولنې همکاري د افغانستان د ثبات او بيا جوړولو په کار کې اغيزمنې دي او هيله کيږي چې د دغو همکاريو ترسيورې لاندې له ٢٠١٤ کال څخه تيريدل او د بدلون د لسيزې پيل د نويو ارزشتونو له سا تنې سره يو ځاى وي.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې لومړۍ د پناه غو ښتوونکو په چاروکې د استراليا د صدراعظم ځانګړى استازى په ارزګان ولايت کې د امنيتي حالت د ښه والى له امله د خوښى دڅرګندولو په ترڅ کې په ارزګان ولايت کې ددغه هيواد د سر تيرو او د افغان امنيتي ځواکونو همکاري ګټورې وبللې او هيله يې وکړه چې په دغه ولايت کې ترلاسه شوي برياليتوبونه هماغه شان وسا تل شي.
د ده دڅرګندونو له مخې: استراليايي سرتيرو او افغان امنيتي ځواکونو په څه د پاسه دوو کلونوکې له هغو ستونزو سره سره چې ورسره مخامخ وو؛ مهم برياليتوبونه ترلاسه کړي دي او هيله کيږي چې د زمانې په تيريدوسره د افغان امنيتي ځواکونو پيا وړ تيا او ظرفيت لوړشي.
وروسته د جمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي د دواړو هيوادونو ترمنځ دوه اړخيزو دوستانه اړيکو ته د اشارې په ترڅ کې په سياسي، امنيتي او دبياجوړولوپه برخوکې د افغانستان له خلکو سره د استرليا ددولت د همکاريو له ا مله قدرداني وکړه.
دجمهور رييس د مرستيال دڅرګندونوله مخې: د افغانستان د دولت په نظر د نړيوالې ټولنې همکاري د افغانستان د بيا جوړولو او ثبات په کار کې اغيزمنې دي او هيله کيږي چې ددغو همکاريو تر سيورې لاندې له ٢٠١٤ کال څخه تيريدل او د بدلون دلسيزې پيل د نويو ارزښتو نو له سا تنې سره يوځاى وي.
دجمهور رييس مرستيال دملي شورا له خوا دانتخاباتو د خپلوا ک کميسيون د تشکيلاتو او واکونو د قانون د تصويب له ا مله دخوښى په څرګندولو سره وويل چې د افغانستان دولت په ٢٠١٤ کال کې د سياسي ليږدونې په بهير او د جمهوري رياست د انتخا باتو په ترسره کولو هوډمن دى او هيله لرو چې په دې برخه کې هم د نړيوالې ټولنې او د افغانستان د نړيوالو همکارانو همکاري دوام ومومي.
د جمهور رئيس مرستيال له ناټو څخه افغان امنيتي ځواکونوته د امنيتې مسووليتونو د ليږدونې د څلورم پړاوپيل ته په اشارې سره، هيله وکړه چې د٢٠١٤ کال له را رسيدو مخکې د هيواد امنيتي ځواکونه وکولاى شي امنيتي مسووليتونه په بشپړه توګه په غاړه وا خلي.
ده سوله يوه ملي اړ تيا و پلله او وي ويل چې د افغانستان دولت به دنويو ارزشتونو ، د افغا نستان د نوي دمو کراسي اود تيريلسيزيدګډو ارزښتو نو په سا تني سره دسو لى د بهير پرمختګ ته دوام ورکړي
د پناه غوښتوونکو په چارو کې د استراليا دصدراعظم ځانګړى استازى دغه راز وويل چې ددغه هيواد دولت د پناه غوښتوونکو د سر د سا تنې او د انسان له قاچاق وړونکو سره د مقابلې په مقصد نوې لارې چارې ترلاس لا ندې نيو لې دي چې هغه پناه غوښتوونکي چې دغه هيواد ته دسفر نيت لري؛ له احتمالى خطرونو څخه خوندي وي.
د ده دڅرګندونو له مخې: استراليا چې د امريکا له متحده ايالاتو وروسته دويم ستر مهاجرمنوونکى هيواد دى؛ دهغو پناه غوښتونکو شمېر چې ددغه هيواد له خوا منل کيږي؛ په کال کې له شپږو زرو تنو څڅه دولس زرو تنو ته لوړ شوى دى او له احتمالي خطرونوڅخه دپناه غوښتونکو د خوندي پا تې کيدو لپاره ځانګړي تدبيرونه په پام کې نيول شوي دي.
دجمهور رييس مرستيال د يو زيات شمېر افغان مهاجرينو د منلو په کارکې ددغه هيواد د دولت د همکاريو له امله د قدردانۍ په ترڅ کې د استراليا د دولت له خوا پناه غوښتونکوته د نويو په پام کې نيول شويو چلندونوهرکلى وکړ او د دواړو هيوادونو ترمنځ يې د دوه اړخيزو همکاريو په پرا ختيا باندې ټينګاروکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته