ټولنه

دشهيدا نو ،معلو لينو ، کار اوټولنيزو چارو و زارت خبر تيا

کابلباختر دزمري٢٥ مـــــــــــــــه

دشهيدا نو ،معلو لينو ، کار اوټولنيزو  چارو و زارت خبر تيا

دافغا نستان د اسلا مي جمهوريت دکاردقا نون د ٤١ مادي دحکم له مخې ، دنيکمرغه کوچنۍ اختر درې ورځې په ټول هيواد کې عمومي رخصتي ده

ديادونې وړ ده چې دنيکمرغه  کو چنۍ اختر لو مړۍ ورځ د مياشتې په ليدلو سره د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت دسترې محکمې له خوا تثبيته او اعلاميږي

بايد وويل شې چې د وږي  د مياشتې تر پايه پورې په مرکز او ولايتو نو کې د کار دپيل او پاى رژيم په دې ډول دي

 په کا بل ښار کې په دولتي ادارو کې په اوونۍ دپنځو ورځو کار له مخې د کار  دپيل او پاى رژيم ،ديو سا عت ځنډ په پام کې نيولو سره چې له دولسو بجو له غر مې وروسته تريوې بجې پورې د لمانځه د ادا کولو اوډوډي لپاره وقف شوى ، دکار پيل سهار په اووه نيمو بجو او له غر مې وروسته په څلورنيمو بجو پاى ته رسيږي

دبانکونو په ګډون دکابل د ولسواليو اود ولايتو نو  په ادارو کې دشپږو ورځو له مخې دکار دپيل او پاى رژيم ، ديو ساعت ځنډ په پام کې نيولو سره چې له دولسو بجو څخه له غر مې وروسته تر يوې بجې پورې د لمانځه د ادا کولو اوډوډي لپاره وقف شوى د کارپيل دسهار په اتو بجو او له غر مې وروسته په څلورو بجو پاى ته رسيږي اودپنجشنبې په ورځو کې دسهار په اتو بجو د کار پيل او له غر مې وروسته په يوه بجه د کار پاى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته