ټولنه

د زمري د دويمې نيټې د تروريستي پيښې ټپيانو ته شل زره سي سي وينه ورکړى شوه

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٤
د کار، ټوليزو چارو، شهيدانو او معليولينو وزرات د مشرتابه هيئت غړو او يو شمېر کارکوونکو نن په خپله خوښه د دهمزنګ د ډار اچوونکې پيښې ټپيانو ته وينه ورکړه.
په دې پروګرام کې د دغه وزارت وزيرې، معينانو، رييسانو او کارکوونکو ٢٠زره سي سي وينه ورکړه .
د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزيرې ډاکترې نسرين اورياخيل د باختر آژانس له خبريال سره په خبروکې وويل: د دغه وزارت کارکوونکو په خپله خوښه وينه ورکړه او د کابل د دهمزنګ ډار اچوونکې پيښه چې د څه ناڅه ٨٠ تنو د شهادت او د ٣٠٠ تنو نورو د ټپي کيدو سبب شوه؛ ټول خلک او په تېره بيا د دغه وزارت مشرتابه او کارکوونکي په ماتم کې کيښنول .
دې وويل: نن ددغه وزارت کارکوونکي او مشرتابه د دغې ډار اچوونکې پيښې ټپيانو ته د وينې په ورکولو سره د شهيدانو او ټپيانو له کورنيو او له ټول افغان ملت سره يې غمشريکي څرګنده کړه .
د کار، ټولنيزو چارو ، شهيدانو او معلولينو وزيرې زياته کړه چې تېره شپه يې په ايمرجنسي روغتون کې د دغې پيښې د ټپيانو پوښتنه وکړه .
په دغه روغتون کې د دهمزنګ د پيښې څه ناڅه ٤٠ تنه ټپيان تر درملنې لاندې دي چې د لسو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته