کابل – باختر د وږې دمياشتې ٢٠
په لوګر ولايت کې دملي اردو دځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې په بهير کې پرون دملي اردو يو سرتيرې شهيد شو .
د ٢٠٣ تندر قول اردو دڅلور مې لوا قوماندان فدرا محمد ياور باختر آژانس ته وويل : دملي اردو ځواکونه د لوګر ولايت دپادخواب شانه سيمه کې په چاڼيزو عملياتو بوخت وو چې دطالبانو له خوا پرې بريد وشو.
ياور وويل : د دغې نښتې په بهير کې چې نيم ساعت يې دوام وکړ د ملي اردو يو سرتيرې شهيد شو.
خبرځاى زياته کړه : په دې نښته کې طالبانوته هم د سر زيان اوښتى دى چې پوره شمير يې نه دى ترلاسه شوى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ