
کابل، د مرغومې ۱۳مه، باختر
په کندز او میدان وردګو کې له ۳ زره ۸۵۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
په کندز کې له ۴۳۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه، چې په کې هرې کورنۍ سره ۵۰ کیلو ګرامه اوړه، ۱۰ لېټره غوړي او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
د یو بل خبر له مخې؛ د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ له ۳ زره ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۵۵ ليټره غوړي، ۶.۳ کیلو لوبیا او مالګه ورکړل شوه.
ورته مهال د میدان وردګو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست لخوا د ولایت په کچه ۵۶ دیني مدرسو او جامع جوماتونو ته د ۱۲ زره افغانیو په ارزښت د حفظ الصحې کېټونه ووېشل شول.
لمر