ټولنه

دمعلوليت لرونکو کسانو نړيواله ورځ په کابل کې ونمانځل شوه

کابل  باختردلندي دمياشتې  ١٣ :
دمعلوليت  لرونکو کسانو نړيواله ورځ  نن په کابل کې په داسې حال کې ونمانځل شوه چې په افغانستان کې  څه دپاسه اته سوه زره تنه معلولين اومعيوبين ژوند کوي.
دباختر اژانس دخبريال دخبرله مخې : دمعلوليت لرونکو کسانو نړيواله ورځ نن دشهيدان، معلولينو ، کاراوټولنيزو چارو وزارت له خوا په کابل کې ونمانځل شوه .
دشهيدانو ، معلولينو کار اوټولنيزو چارو وزير آمنې افضلي  په تيرو څو کلونو کې  دمعلولينو  اومعيوبينو دژوندانه دحالت دښه والې په اړوند ددغه وزارت کړه وړه په ګوته کړل او څرګنده يې کړه،  هغه څه چې ډيرمهم دي موږ وکولاي شول  دهيواد  دشهيدانو دپاتې کسانو اومعلولينو دحقوقو اوامتيازونو قانون  توشيح ته ورسوو  او هلې ځلې کوو چې دولسي جرګې او دمشرانو  جرګې دوکيلانو اودنورو حکومتي مرکزونو په همکارۍ عملي اړخ ورکړو او اجرايې کړو.
ميرمن افضلي زياته کړه: موږ غواړو چې دشهيدانو دوارثانو اودمعلولينو دحقوقو ويش  په بانکي سيستم بدل شي  او دبانکونوله لارې  دهيواد دشهيدانو دپاتې کسانو اودمعلولينو دحقوقو دترلاسه کولو لپاره  ډيرې ښې اسانتياوي برابرې شي .
وروسته دښاري پرمختيا  وزارت معين انجينر سالک خبرې وکړې  او ويې ويل  داسې لارښودونه او طرزالعملونه برابرکړي دي  چې دهغو له مخې معلولين کولاي شي  په اساني سره  په دولتي ، تجارتي او خصوصي ودانيو برلاسي پيداکړي او آن  له ساحو څخه بهر هم دغه اسانتياوي برابرې شوي دي .
دټولنيزو چارو وزارت دمعين واصل نورمومنددڅرگندونوله مخې،  په هيواد کې  څه دپاسه اته سوه زره تنه معلولين  اوڅه ناڅه دوه مليونه تنه شهيدان لرو  چې  دشهيدانو يوازې ديوسلو څلرويشت زروشهيدانو په وارثانو حقوق  ويشل کيږي
ده څرګنده کړه چې موږ دشهيدانو  وارثانو او معلولينو ته  بيلابيل روزنيز پروګرامونه  برابر کړي دي  چې تراوسه پورې مو ديوسلو اووه پنځوسو شهيدانو وارثانو اومعلولينوته دماليزيا، قزاقستان ، هندوستان اوپاکستان په هيوادونو کې دزده کړې زمينه برابره  کړې ده او دشپږسوه شهيدانو وارثانو  او معلولينو هم له فني اوحرفوي زده کړو څخه ګټه  اخيستې ده .
سره له دې  چې مسوولينو اومقاماتو دمعلوليت لرونکو کسانو دنړيوالې ورځې
په نمانځنه کې دخپلو خدمتونو اوبرياليتوبونوپه باب خبرې وکړې ، دشهيدانو دوارثانواودمعلولينودساتنې دټولنيزې شورا رييس ايام الدين وطندوست وويل: هغه معاش او امتيازونه چې  معلولينو ، معيوبينو او دشهيدانو وارثانو ته په پام کې نيول شوي دي دبازار اودکورنيو داقتصاد له حالت سره په تناسب کې  ډير ناڅيزي دي  چې ديوې کورنۍ  ډيرې کوچني اړتيا ته هم ځواب نه شي ويلاي .
ده له مسوولو مقاماتو څخه وغوښتل چې دخبرو پرځاى عمل ته ور ودانګي اوددغه مظلوم قشر په نسبت په  زړه سوى سره کار وکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته